د تورخم – جلال آباد پر لویه لار د ټرافیکی پېښې له امله څلورو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر ویلی، چې د مومندرې ولسوالۍ اړوند هزارناو سیمه کې د تورخم – جلال آباد پر لویه لار یو ویکسار موټر له سړک څخه لوېدلی، چې له امله یې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه مېرمنې ټپیانې دی.

د رسنیز دفتر په وینا د ټرافیکو مدیریت کارکوونکو پېښه بررسی کړې، ټپیان یې د درملنې په موخه سیمه ییز روغتون ته لېږدولی او جسدونه یې د هغوی کورنۍ ته سپارلی دی.

تر اوسه د دغې پېښې علت نه دی په ډاګه شوی، خو ترې دې وړاندې د تورخم – جلال آباد لویې لارې د ګنډوکپر او ګڼې – ګوڼې د ډېرښت شکایتونه شوی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.