امریکا د افغان کډوالو د لېږد دفتر تړی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند د افغان کډوالو د لېږد او استوګنې دفتر د اپرېل میاشت کې د تړل کېدو امکان لری.

د راپور له مخې د دې دفتر مسوولینو ته ویل شوی، چې د تړل کېدو لپاره چمتووالی ونیسی.

که دا پرېکړه عملی شوه، نو پر شرایطو برابر شاوخوا ۲ لکه افغانان به امریکا ته له تللو پاتې شی.

د یادې پرېکړې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه رسمی څرګندونې نه دی کړی، خو شنونکی وایی، د دغه دفتر تړل کېدل به د هغو افغانانو لپاره چې د ځانګړو وېزو، بشری پروګرامونو او نورو لارو امریکا ته د تګ انتظار باسی، جدی ستونزې راولاړې کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.