معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټرمپ پر زیلینسکي توندې نیوکې کړي

ټرمپ پر زیلینسکي توندې نیوکې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي باندې توندې نیوکې کړي.

ټرمپ نوموړی بې له انتخاباتو یو دیکتاتور بللی دی.

ټرمپ ادعا کړې، چې په اوکراین کې د زیلینسکي محبوبیت خورا کم شوی او له همدې امله یې له ټاکنو ډډه کړې ده.

سرچینې ويلي، د ټرمپ دا څرګندونې ښایي د زیلینسکي د وروستیو نیوکو په غبرګون کې وي.

زیلینسکي پرون له یوه ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې ټرمپ د روسیې د تبلیغاتو قرباني شوی او د اوکراین په اړه ناسم معلومات لري.

د دواړو مشرانو ترمنځ دا لفظي ناندرۍ داسې مهال تودیږي، چې اوکراین د روسیې پر ضد جګړه کې د لویدیځ ملاتړ ته اړتیا لري او ټرمپ غواړي چې د اوکراین د مالي او پوځي مرستو په برخه کې مهم بدلونونه راولي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس