افغان حکومت د جرمونو نړیوالې محکمې پر پرېکړې غبرګون وښود

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت په یوه اعلامیه کې د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د وروستیو پرېکړو په اړه خپل دریځ څرګند کړی دی.

په اعلامیه کې راغلی، چې افغان حکومت د افغانانو د دینی او ملی ارزښتونو ساتونکی نظام دی او ځان مکلف نه ګڼی، چې د روم د اساسنامې پر بنسټ جوړې شوې محکمې ته ځواب ووایی.

اعلامیه زیاتوی، چې دغه محکمه د عدالت پر ځای د سیاسی تمایلاتو له مخې عمل کوی او د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې د ملیونونو بې‌ ګناه انسانانو د ځورونې او وژنې پر وړاندې یې چوپتیا غوره کړې ده.

افغان حکومت ویلی، د نړۍ ګڼ شمېر لوی هېوادونه د دې محکمې غړی نه دی، نو د افغانستان غړیتوب هم ضروری نه دی.

له همدې امله د دوی په وینا د سرپرست حکومت لپاره د دې محکمې منل هېڅ قانونی اعتبار نه لری.

د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) مشر څارنوال کریم خان په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د افغان حکومت امیر او د سترې محکمې رییس باید ونیول شی.

نوموړی دا غوښتنه افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشریت ضد جنایتونو پورې تړلې بللې وه.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.