کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له افغانستان او څو نورو هېوادونو سره د جاپان د نږدې ۱۲ میلیونه ډالره مرستې خبر ورکوی.
د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې پرون پر خپلې ویبپاڼې ویلی، د جاپان د ۱۱،۹ میلیونه ډالرو مرستې یوه برخه به په افغانستان کې د کروندګرو د ملاتړ لپاره ځانګړې شی.
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان ویلی، دا مرستې به هغو بزګرانو ته ځانګړې شی، چې د اقلیمی بدلونونو زیانونو ځپلی دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په سر کې دی، چې د اقلیمی بدلونونو له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی، خو د دې بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره تر ټولو لږ امکانات لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ