ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۹مه او د مارچ ۱۰نېټه ده) د افغانستان د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ برخه کې تازه شوې هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې تر منځ یې اقتصادی ودې ته لار پرانېزی.
د دغه وزارت ویاند مولوی زهیر رسنیو ته ویلی، کابل او اسلام اباد هوکړه کړې چې د یو بل له خاورې به د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ لپاره ګټه اخلی.
د نوموړی په خبره د ۱۴۰۱ لمریز کال د وری له لومړۍ نېټې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لاریو ازاد تګ راتګ پیل شی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان هم پر خپل ټویټر لیکلی، د مارچ له ۲۱مې نېټې وروسته افغانی لارۍ چلوونکی کولی شی، پاکستان ته د صادراتو او وارداتو لپاره په کابل کې د پاکستان له سفارت او کندهار کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ څخه پاکستان ته د ننوتو اجازه پاڼه ترلاسه کړی.
دغه شان پاکستانۍ لارۍ چلوونکی بیا کولی شی په پېښور او کوټه کې د افغانستان له کونسلګریو څخه ورته پاڼې ترلاسه کړی.
Transit trucks stranded due to the border skirmishes between Pakistan and Afghanistan are parked on the side of the road leading to the border in Torkham, Pakistan June 16, 2016. REUTERS/Fayaz Aziz
گهیځ