کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې د حـ ـماس نن شنبه د ۶۰۲ فلسطینیانو په بدل کې ۶ اسراییلی بندیان آزادوی.
دا بندیان د هغو ۳۳ اسیرانو له ډلې دی، چې د اوربند د لومړی پړاو د هوکړې له مخې باید خوشی شی.
د راپور له مخې، تېره پنجشنبه هم حـ ـماس د اسراییلو څلور جسدونه چې د اسراییلو په هوایی بریدونو کې وژل شوی وو، سور صلیب ته سپارلی وو.
د خوشی کېدونکو بندیانو په ډله کې دوه اسراییلیان شامل دی، چې لس کاله وړاندې د غزې تړانګې ته دننه شوی وو او د حـ ـماس مجـ ـاهدینو له لوری نیول شوی وو.
د فلسطینی سرچینو په وینا، دا اقدام د اسراییلی یرغلونو د بندېدو او د فلسطینی اسیرانو د خلاصون لپاره یو مهم پرمختګ دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ