کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا د وقایوی چارو مسوول محمد یوسف نجمی ویلی، د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالۍ په قرتو کلی کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې، چې قربانی یې پنځه کلنه نجلۍ ده.
دا په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه ده.
تر دې وړاندې په ۲۰۲۴ کال کې د عامې روغتیا وزارت کومه مثبته پېښه نه وه تأیید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا د ۲۰۲۴ کال لپاره ۲۵ مثبتې پېښې ثبت کړې وې.
د سیمې اوسېدونکی او روغتیاپالان اندېښمن دی، چې د کور په کور واکسین نه تطبیق به د ماشومانو لپاره خطر زیات کړی.
دغه پېښه په داسې مهال ثبتیږی، چې ټاکل شوې سبا دوشنبه د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د پولیو پر ضد کمپاین پیل شی.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازینی هېوادونه دی، چې د پولیو ویروس په کې شته. روغتیاپالان ټینګار کوی چې د کور په کور واکسین بیا پیلول کولای شی دا ناروغی په بشپړ ډول له منځه یوسی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ