ګهیځ: نن شنبه (د کب ۲۱مه او د مارچ ۱۳مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړی استازی توماس وېسټ سره وکتل او د افغانستان پر سیاسی او اقتصادی وضعیت یې خبرې وکړې.
افغان وزیر ویلی، د افغانستان د کنګل شویو پیسو له جملې ۳.۵ میلیارده ډالر چې د امریکا محکمې یې په اړه پرېکړه کړې ده خیره موسسو ته دې نه ورکول کیږی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تیره میاشت د یو فرمان په لاسلیک سره ویلی و چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ ملیارده ډالر به له افغانانو سره د بشرې مرستو په موخه خیره موسسوته ورکړل شی او پاتې ۳.۵ ملیارده به یې په امریکا کې پاتې وی تر څو پورې چې د سپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو د دعوې پریکړه نه وې شوی.
خو د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې امیر خان متقی د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړی استازی سره لیدنه کې دواړو لورو هوکړه کړې چې دغه پسې به په هیڅ صورت خیریه موسسو ته نه ورکول کیږی.
خو اسلامی امارت ټینګار کوی چې د افغانستان ټولې کنګل شوې پیسې دې د افغانستان بانک په واک کې ورکړل شی.
همدا ډول ښاغلی متقی مقابل لوری ته ویلی، چې حکومت یې د رسمیت پېژندو ټول شرطونه پوره کړی.
د امیرخان متقی په مشرۍ یو پلاوی تېره پنجشنبه (د کب ۱۹مه) د ترکیې په انتالیا ډېپلوماسۍ غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی.
د افغانستان د بهرنیو چارووزیر د غونډې ګډونوالو ته هم ویلی، چې د کنګل پانګې ازادېدل او د نړیوالو له لوری د نوی افغان حکومت په رسمیت پېژندل د افغانانو مشروع حق دی او باید ورکړل شی.
متقی ویل، نړیوال دې له افغانانو سره هم هغسې تعامل او چلند وکړی، چې د نورې نړۍ له انسانانو سره کېږی.
گهیځ