کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د محافظه کارانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلی، چې اوکراین باید امریکا ته بېرته پیسې ورکړی.
نوموړی زباته کوی، چې اروپا ټول ټال ۱۰۰ میلیارده ډالره اوکراین ته ورکړی، خو امریکا بیا ۳۵۰ میلیارد ډالره اوکراین ته سپارلی دی.
ټرمپ پر اوسنی ولسمشر جوبایډن هم توند انتقاد وکړ او اوکراین ته د مرستو ورکولو له امله یې هغه احمق او دولت یې ناکام وباله.
د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې سره د احتمالی مذاکراتو یادونه هم نوموړی وکړه او له اوکراین یې وغوښتل، چې.که نغدې پیسې نه لری، د امریکا پور د ځمکنیو معدنیاتو په بدل کې ورکړی.
نوموړی د افغانستان په اړه هم خبرې کړی او غوښتنه یې کړې، چې باید په افغانستان کې پاتې شوې امریکایی وسلې او نظامی تجهیزات بېرته دوی ته وسپارل شی.
ټرمپ خپل ټیم ته لارښوونه کړې، چې د دغو تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یو عملی میکانېزم جوړ کړی.
وړاندې تر دې افغان حکومت د ټرمپ څرګندونې بې ځایه بللې وې او پاتې شوی تجهیزات یې غنیمت ګڼلی و.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
گهیځ