ګهیځ: نن شنبه (د کب ۲۱مه او د مارچ ۱۳مه نېټه ده) یونیسف وایی، چې جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۳ میلیونه ډالره مرسته کوی.
له ماشوامانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلی، چې په افغانستان کې شاوخوا ۶۹ زره کسان به، په ځانګړې توګه بې ځایه شوی کسان، له دې پیسو ګټه اخلی.
د یونیسف د خبرپاڼې له مخې د دغو پیسو یوه برخه به د افغان ماشومانو په پالنه او ملاتړ ولګول شی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایی، په پام کې لری چې سږ کال له ۱۲.۹ میلیونه ماشومانو سره مرسته وکړی.
د دې ادارې په وینا، د افغان ماشومانو ژوند له بېړنیو مرستو پرته ناشونی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان له روغتیایی برخې سره مرستې زیاتې کړی.
گهیځ