کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۶ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چمپینز ټرافی سیالیو په لړ کې هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
په دې لوبه کې پاکستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.
هند ټاکل هدف په ۴۳م اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د هند لپاره ویرات کولی په ۱۱۱ توپونو سل ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
دا د چمپینز ټرافی په سیالیو کې د پاکستان دوهمه پرلپسې ماتې ده.
په لومړۍ لوبې کې څو ورځې مخکې نیوزلنډ د کراچۍ په ښار کې ماتې ورکړه.
که سبا نیوزلنډ له بنګلدېش څخه لوبه وګټی، پاکستان د چمپینز ټرافی له سیالیو څخه هم بهر کیږی او که بنګلدېش وګټله او پاکستان هم په خپلې وروستۍ ګروپی لوبې کې بنګلدېش ته ماتې ورکړه، بیا به د دغو دریو لوبډلو په منځ کې د منډو لوړ اوسط لرونکې لوبډله نیمه پایلوبو ته وځی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ