کابل نن د اوبو نړیوال کنفرانس کوربه دی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۶ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لوړو زده کړو وزارت له لوری نن د کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال کنفرانس پیل شو، چې په کې د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو، کورنیو او بهرنیو متخصصینو او د پوهنتونونو استادانو ګډون کړی.

ټاکل شوې چې د کنفرانس پر مهال ویناوال د افغانستان اوبیزو سرچینو پر مدیریت، ارزښت، مهار او د پایدارې استفادې پر لارو چارو خبرې وکړی.

د لوړو زده کړو وزارت ویلی، دا کنفرانس به د علمی څېړنو او مقالې وړاندې کولو له لارې د افغانستان د اوبو د سرچینو د خوندیتوب، تنظیم او پرمختګ لپاره نوې حل لارې وړاندیز کړی.

یاد وزارت تر دې وړاندې هم ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمی بدلون نړیوال کنفرانس جوړ کړی و، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو متخصصینو د اقلیمی بدلون پر حل لارو خپلې علمی مقالې وړاندې کړې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.