کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۶ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت مالی او اداری مرستیال محمد نعیم د افغانستان لپاره د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسی، اقتصادی او کلتوری همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
د خبرپاڼې بر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت مالی او اداری مرستیال کوپ ۲۹ غونډه کې د افغان پلاوی د ګډون او د اذربایجان له همکاریو د مننې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بللی او د دې اړیکو د لاپیاوړتیا هیله یې څرګنده کړې ده.
په ورته وخت کې محمدوف د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او پرمختګونو یادونه کړې او ویلی یې دی، چې اذربایجان له افغانستان سره خپلو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ