د تورخم لارې خلاصون په اړه د ننګرهار مرستیال والی په مشرۍ پاکستانی لوری سره ناسته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۷ نېټه)

تورخم فرضی کرښې لار چې د تېرو څلورو ورځو راهیسې د پاکستان لخوا تړل شوې، تېره ورځ په کې د ننګرهار مرستیال والی په مشرۍ پاکستانی لوری سره ناسته شوې.

دغه ناسته کې د ننګرهار مرستیال والی مولوی عزیز الله مصطفی په مشرۍ پاکستان لوری سره د لارې بندښت په تړاو ټولو خواو باندې بحث کړی.

د دواړو لورو تر بحث او خبرو وروسته یاده ناسته بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

ګهیځ نیوز ته سرچینو ویلی، چې دغه موضوع په لوړه کچه مشرانو پرېکړې ته ځنډول شوې ده او ټاکل شوې چې نن تورخم ته له کابله یو پلاوی هم سفر وکړی.

د تورخم فرضی کرښې لار د پاکستان لخوا څلور ورځې وړاندې د افغان پوله ساتو ځواکونو له لوری د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې تړل شوې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.