سعودی له روغتیا نړیوال سازمان سره د پولیو مخنیوی په موخه د ۵۰۰ میلونه ډالرو مرستې هوکړه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۷ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سعودی عربستان پاچا سلمان خیریه بنسټ د پولیو ویروس مخنیوی لپاره له روغتیا نړیوال سازمان سره ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

دا هوکړه به په ځانګړی ډول د افغانستان او پاکستان کې ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو لپاره کارول کیږی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادانوم پر خپلې ایکس پاڼې لیکلی، دې مرسته کې به د پولیو ضد کمپاینونو پیاوړی کول، د واکسین ټیمونو ملاتړ او لرې پرتو سیمو ته د واکسین رسولو لپاره کار واخیستل شی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازینی هېوادونه دی، چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د پاچا سلمان خیریه بنسټ د مرستې هرکلی کړی او دا یې د افغان ماشومانو د روغتیا لپاره یو حیاتی ګام بللی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.