د روانې اونۍ په سر کې (شنبه د روان لمریز کال د کب په څلورمه نېټه) رسنیو راپور ورکړ چې د اسلام آباد واکمنو یوځل بیا د ډیورند استعماری کرښې په اوږدو کې د تورخم دروازه تر نامعلومې نېټې پورې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې او پدې توګه یې یوځل بیا د استعماری کرښې دواړو خواوته پرتو ولسونو، سوداګرو او د موټرو چلونکو ته ستونزې او لانجې را ولاړې کړې دی.
د ننګرهار ولایتی چارواکو د دې دروازې د تړل کیدو د پخلی تر څنګ څرګنده کړې ده چې د اسلام آباد دغه ګام ظاهراً د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغانستان له خوا د نویو پوستو او تأسیساتو د جوړولو په غبرګون کې پورته شوی دی. د افغانستان لورې ته د تورخم کمیسار رسنیو ته ویلی دی چې هر وخت افغان لوری د خپلې خاورې په داخل کې د امنیتی پوستو پر جوړولو کار پیل کړی، د اسلام آباد لوری له خبرداری پرته دغه لار تړی او خلک له ستونزو سره مخامخ کوی. اوس هم رسنیز راپورونه ښکاروی چې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته په سلګونو مسافر او باروړونکی موټر بند پاتې دی او افغان چارواکو ویلی دی چې هڅه کوی د خبرو اترو له لارې دغه ستونزه حل کړی.
بل خوا اوس هم د دې لارې د خلاصون په موخه د افغانستان له لورې نه د ننګرهار ولایتی چارواکی هڅې ترسره کوی او د رسنیزو راپورونو تر مخه د ننګرهار د والی مرستیال له پاکستانی لوری سره ناسته هم کړې ده، خو داسې ښکاری چې د اسلام آباد د چارواکو درد زورور دی او پدې ډول ناستو دا درد نشی ورکېدای یا کمېدای، ځکه نو د راپورونو له مخې د دغه ستونزې حل لپاره ټاکل شوې له کابل څخه هم تورخم ته یو پلاوی هم سفر وکړی خو لا معلومه نده چې د دې پلاوی سفر به کومه پایله ولری که نه؟
طبعاً دا لومړی ځل هم ندی چې د اسلام آباد نیمه ملکی او نیمه پوځی واکمنی پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره د دواړو هېوادو تر منځ د تګ راتګ لار بندوی، یوازې په تېرو څو کلونو کې چې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ لویدیځوال یرغلګر وتلی، څو څو ځله اسلام آباد د دواړو اړخونو تر منځ د تلو راتلو دغه لارې تړلې او پدې توګه یې غوښتې پر کابل د فشار راوړلو له لارې، پر دوی خپلې غوښتنې ومنی.
دا هم نده معلومه او نه پدې اړه څه ضمانت شته چې د اسلام آباد پاریدلې واکمنی به دا ځل د تورخم د کشالې!! تر حل وروسته بیا دا کار نه کوی او بیا به د ډیورند استعماری کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ لارې نه بندوی، ځکه تر دې پخوا هم په وار وار د دواړو لوریو سیمه ییزو او مرکزی چارواکو پدې تړاو سره ناستې کړې او ستونزه یې په مؤقت ډول حل کړې خو د یو څه مودې له تېرېدو وروسته اسلام آباد بیا د بهانو په جوړولو سره دا لار تړلې ده او بیا یې هماغه زړې ببولالې پیل کړې دی.
د شنونکو او څېړونکو په نظر دا چې د اسلام آباد چارواکی هر ځل په ورته اقدام سره د ډیورند استعماری کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه یا عام سوداګر ځوروی تر ټولو غټه موخه یې دا ده چې باید افغان حکومت د اسلام آباد فرمانونه ومنی او د یوه خپلواک هېواد په څېر له نورو هېوادو او نړۍ سره تعامل ونکړی.
دا اوس او په وروستی ځل هم د اسلام آباد پوځی او ملکی چارواکو پداسې حال کې د تورخم دروازې د تړلو حکم ورکړی چې د افغانستان د کابینې یو لوړ پوړی پلاوی د منځنۍ آسیا د ازبکستان هېواد ته بریالی سفر ترسره کړی او په ټوله کې د افغانستان د اوسنی حکومت او منځنۍ آسیا د جمهوریتونو تر منځ د اړیکو او راکړې ورکړې پراختیا اسلام آباد وارخطا کړی او د همدې وارخطایۍ له امله داسې پارونکی اقدامات کوی.
طبعاً د دې تر څنګ د اسلام آباد د هغه دایمی درد څړیکه هم باید له یاده و نه باسو چې غواړی د افغانستان لوری د ډیورند استعماری کرښه د دواړو هېوادو تر منځ د رسمی سرحد په توګه په رسمیت وپېژنی او د دې تر څنګ په سیمه کې د اسلام آباد د لړزیدلی تاج او تخت هر فرمایش ته د یوه فرمان په سترګه وګوری او ویې منی.
دا چې پدې اړه باید افغان لوری څه ډول تعامل وکړی او د اسلام آباد د دې پارونکو اقداماتو ځواب باید په څه ډول ورکړی شاید اوږده بحث ته اړتیا ولری خو دم ګړۍ یې تر ټولو غوره او آسانه لار همدا ده چې له اسلام آباد سره هماغسې تعامل او کړنه ضروری دی لکه د دوی واکمن او سیمه ییز چارواکی یې چې له افغانانو او افغانستان سره کوی، دا که په سیاسی او ډیپلوماتیک ډګر کې ده که په سوداګریز او اقتصادی ډګر کې، د ټولو افغانانو په متفقه نظر د اسلام آباد له ناروا کړنو سره مناسب غبرګون یوازې همدا دی او بس. “والسلام”
ــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ