ملی تدارکاتو کمېسیون د ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژې منظور کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۸ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عـ ـبدالغـ ـنی برادر په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۷ پراختیایی پروژې منظور او ۷ پروژې تعدیل شوې.

د منظور شویو پروژو له ډلې، د کابل ختیځ کې د ټرانسپورټی ترمینل جوړول، د جمهوریت روغتون پاتې چارو بشپړول، د هرات پاشدان او فراه بخش آباد بندونو بشپړول، د غزنی سلطان بند ساتنې پروژه، د سرپل سلطان ابراهیم بند تفصیلی ډیزاین، همداراز، د کابل – کندهار برېښنا پایو او لین غځول، له کجکی بند څخه کندهار ته د برېښنا رسول او د کابل ښار داخلی سړکونو جوړولو پروژې شاملې دی.

مسوولین وایی، یادې پروژې به د کرنې، روغتیا، انرژۍ او ټرانسپورټ برخو کې مثبت بدلون راولی.

افغان حکومت ټینګار کړی، چې دا پروژې به د شفافیت، کېفیت او چټکتیا پر بنسټ عملی شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.