کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۸ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک رییس نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشی له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوی سره کتلی.
د دې لیدنې پر مهال دواړو لوریو د کوچنیو مالی تمویلاتو پر ارزښت خبرې کړی او دا برخه یې د هېواد د اقتصادی رغښت لپاره مهمه بللې.
د افغانستان بانک د اېکس پاڼې له لارې لیکلی، بانک ژمن دی چې د کوچنیو مالی تمویلاتو وده وکړی او هېوادوال په ټولو برخو کې له دې خدمتونو ګټه واخلی.
بل لور د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د اقتصادی ودې او کاروبارونو د پراختیا لپاره د کوچنیو مالی تمویلاتو رول مهم یاد کړی او ډاډ یې ورکړی، چې ملګری ملتونه به په دې برخه کې د افغانستان بانک سره همکاری وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ