کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۸ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې کور ته د پاسپورت رسولو اسانتیا رامنځته شوه.
په همدې موخه د افغان پست شرکت او د پاسپورټ عمومی ریاست ترمنځ یوه نوې هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې کابل ښاریان وکولی شی، خپل پاسپورټونه په کور هټۍ یا دفتر کې ترلاسه کړی.
د چارواکو په وینا، دا خدمت د خلکو د اسانتیا لپاره پیل شوی، څو اړمن کسان د اوږدو سفرونو او ګڼه – ګوڼې له ستونزو خلاص شی.
د پاسپورټ عمومی ریاست مسوولین وایی، دا نوښت به د پاسپورټونو وېش لا منظم او ګړندی کړی.
د افغان پست شرکت مسوولینو هم ډاډ ورکوی، چې دا بهیر به د نړیوالو پوسټی معیارونو پر بنسټ ترسره کړی، څو اسناد خوندی او پر وخت خپل مستحق ته ورسیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ