کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۹ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې د چمپینز ټرافی سیالیو په لړ کې د انګلستان پر وړاندې تاریخی بریا خپله کړه. دا ستره لاسته راوړنه د ملی او نړیوالو شخصیتونو له پراخې ستاینې سره مخ شوه.
دغه لوبه کې افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۶ منډې جوړې کړې. انګلستان هڅه وکړه، خو د افغان توپ اچوونکو له کلک مقاومت سره مخ شو او ټوله لوبډله یې په ۳۱۸ منډو وسوځېده، چې په پایله کې افغانستان دا مهمه لوبه د ۸ منډو په توپیر وګټله.
د کرکټ هندی او پاکستانی مبصرینو د افغان لوبډلې زړورتیا او وړتیا ستایلې او زیاته کړې یې ده، چې دا ټیم د نړیوال کرکټ د یو ستر ځواک په توګه راڅرګند شوی دی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم افغان لوبغاړو ته د مبارکۍ ترڅنګ دا بریا د ټول ملت لپاره د افتخار شېبه بللې.
د هېواد د سپورت مسوولینو او ګڼو فرهنګی شخصیتونو هم دا بریا د افغان ځوانانو د نه ستړې کېدونکی کوښښ پایله ګڼلې.
تېره شپه د لوبې له بریا وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایاتو کې خلکو د خوښۍ جشنونه ولمانځل او ګڼو ښارونو کې لارو او کوڅو ته په راوتلو سره یې د شپې تر ناوخته د افغان لوبډلې بریا ولمانځله.
افغان کرکټ بورډ ویلی، دا بریا به د لوبډلې روحیه نوره هم لوړه کړی او تمه شته چې د راتلونکې لوبې له ګټلو سره افغان لوبډله بل پړاو ته لاړه شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ