هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله ۳۶ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان دی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۹ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پېښو سره د چمتووالی ملی ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس عبدالله جان سایق ویلی، د وروستیو اورښتونو او طبیعی پېښو له امله په یو شمېر ولایاتو کې ۳۶ کسان مړه شوی او ۴۰ نور ټپیان دی.

سایق د رسنیو لپاره په استول شوی ویډیویی پیغام کې ویلی، د یادې ادارې ژغورونکی ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلی، څو له زیانمنو شویو کورنیو سره عاجلې مرستې ترسره کړی.

د نوموړی په وینا، طبیعی پېښو ۲۴۰ کورونه بشپړ ویجاړ کړی، ۶۱ نور یې زیانمن کړی او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم له منځه وړې ده.

سایق زیاته کړه، چې ژغورونکی ټیمونه له ځپل شویو کورنیو سره د خوراکی توکو، خیمو او اړینو لومړنیو مرستو وېش ته دوام ورکوی او هڅې روانې دی چې د پېښې زیانمنو کورنیو ملاتړ وشی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.