د تورخم تړل کېدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۹ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان ګمرکی چارواکو خبر ورکړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې تړل کېدو له امله دواړو غاړو سوداګرو ته ۱۲ میلیونه ډالره زیان اوښتی.

تورخم دروازه چې خېبر پښتونخوا ایالت له ننګرهار ولایت سره نښلوی، د تېرې شنبې له شپې راهیسې تړل شوې، چې دلیل یې افغان طرف ته د نویو تاسیساتو جوړول ښودل شوی.

د دواړو خواوو ترمنځ د دې لارې د پرانیستلو پر سر خبرو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکی د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلی، چې په تېرو پنځو ورځو کې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ۱۲ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.