کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۹ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار وادی کرنیز امارتی شرکت د سوداګرۍ او بازار موندنې رییس انجنیر ندی الله نیازی ویلی، یاد ا شرکت په ۱۴۰۳ مالی کال کې شاوخوا ۱۱۰۰ ټنه د زیتونو دانو حاصلات راټول کړی، چې له هغې څخه ۱۳۵ زره لیتره د زیتونو تیل چې دا پروسه لا روانه هم ده او ۳۰ ټنه اچار تولید شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې د شرکت د تولیداتو کېفیت ښه شوی او دا مهال د زیتونو په کارخونه کې ۴.۵ ټنه نوی تیلی اچار هم تولید شوی، چې د هېواد په بازارونو کې یې ښه تقاضا پیدا کړې ده.
نیازی همدارنګه ویلی، د کانال شرکت ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لری، چې ۳۱ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبولو ظرفیت لری ، چې شاوخوا ۱۱ زره ۴۰۰ هکتاره یې د کانال اړوند فارمونه او پاتې یې شخصی ملکیتونه دی.
د مسوولینو په وینا شرکت پلان لری، چې د زیتونو د تولید، پروسېس او بسته بندۍ لپاره کارخونه نوره هم پراخه کړی، څو د تولید ظرفیت لوړ او داخلی بازارونو ترڅنګ بهر ته هم دغه تولیدات په ښه تنظیم او پراخه کچه ورسیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ