کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۱ مه نېټه)
په قاهره کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د غزې د اوربند دوهم پړاو خبرې اترې پیل شوې دی. اسراییل، چې د څلورو یرغملو مړی یې د سلګونو فلسطینی بندیانو د آزادولو په بدل کې ترلاسه کړی، خپل مذاکراتی پلاوی مصر ته استولی دی. دا مهال شاوخوا ۶۰ یرغمل کسان په غزه کې ساتل کېږی، چې د اسراییلو په باور، یوازې ۲۴ تنه یې ژوندی دی.
په دې پړاو کې د اسراییلی یرغملو او فلسطینی بندیانو تبادله او د غزې جګړې ته د پای ټکی ایښودل، د مذاکراتو اساسی موضوعات دی. خو حماس ټینګار کوی چې پاتې یرغمل به یوازې هغه وخت آزاد کړی، چې د اسراییلو ټولې پوځې ډلې له غزې ووځی.
د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب شوی درې پړاوییز اوربند، د یرغملو تبادله، د اسراییلی ځواکونو وتل او د غزې بیارغونه رانغاړی. خو موجود اختلافات د مذاکراتو بهیر له ستونزو سره مخ کړی او د پایلې برخلیک یې لا روښانه نه دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ