کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکی د جمعې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د رسنیو پر وړاندې لفظی شخړه وکړه، چې له امله یې پلان شوی ۲۰ میلیارد ډالری تړون بې نتیجه پاتې شو.
د راپورونو له مخې، دواړو مشرانو د اوکراین نادره معدنی موادو د صادراتو تړون لاسلیکولو ته تیاری نیولی و، خو د غونډې پر مهال خبرې تودې شوې او دواړو یو بل ته تند الفاظ وکارول.
شخړې وروسته زلنسکی پرته له دې چې تړون لاسلیک کړی، سپینه ماڼۍ پرېیښې ده.
سیاسی شنونکی وایی، دا پېښه ښایی د امریکا او اوکراین اړیکې زیانمنې کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی همکارۍ راتلونکی نامعلوم کړی.
له روسیې سره د اکراین په روانه جګړه کې د دې هېواد تر ټولو لوی ملاتړ امریکا وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ