د دارالعلوم حـ ـقانیه پر جومات پرونی برید بېلابېل غبرګونونه راپارولی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خیبر پښتونخوا په نوشهره اکوړه خټک سیمه کې د دارالعلوم حـ  ـقانیه پر جومات شوی پرونی ځانمرګی برید بېلابېل غبرګونونه راپارولی دی.

دا برید چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو، په کې د مولانا حامدالحق حـ ـقانی په ګډون د پنځو تنو د وژل کېدو او د ۲۱ نورو د ټپی کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د مسوولینو په وینا ټپیانو کې د ډېرو روغتیایی حالت نازک دی، چې ښایی د مرګ‌ – ژوبلې کچه لوړه شی.

افغان حکومت دغه برید غندلی او دا یې ظالمانه او وحشیانه عمل بللی دی.

پاکستان کې د چارو ګڼ شمېر څارونکو د دغه برید له امله د حکومت پر ناکامۍ نیوکه کړې ده.

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.