امریکا پر اسراییلو د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د نویو وسلو پلور تصویب کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏رویټرز خبری آژانس د امریکا د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې امریکا د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت په اسراییلو د نویو بمونو، چاودېدونکو توکو او نورو پوځی تجهیزاتو پلور تایید کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلی، د دې تجهیزاتو سپارل به له ۲۰۲۶ کال څخه پیل شی، خو ځینې وسلې ممکن له امریکایی زېرمو په سمدستی ډول چمتو او ژر اسراییلو ته واستول شی.

دا په روانه میاشت کې دوهم ځل دی، چې امریکا د وسلو لویه محموله اسراییل ته لیږی، په داسې حال کې چې صهیونیستی رژیم له دې وسلو د ملکی وګړو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دی، د وژلو لپاره کار اخلی.

شنونکی وایی، امریکا د خپلو وسلو کارخونې پیاوړې کوی او په همدې موخه هڅه کوی، چې یو شمېر هېوادونو کې د جګړو ډګر تود وساتی.

د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو په باور د امریکا لخوا په اسراییلی اشغالګرو د وسلو دا پلور په داسې حال کې دی، چې دوی په نړیواله کچه د بشری حقونو د تامین ادعاوې هم کوی

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.