کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی، چې نن یکشنبه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې، تېزو بارانونو او بادونو د پېښېدو احتمال شته.
د ریاست د معلوماتو له مخې، دغه اټکل د سالنګونو په ګډون هرات، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، دایکندی، روزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، غزنی، خوست، پکتیا، ننګرهار، کابل، لوګر، میدان وردګ، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، تخار، کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو کې شوی دی.
هوا پېژندنې ریاست له خلکو غوښتی، چې د احتمالی خطرونو مخنیوی لپاره لازم تدابیر ونیسی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ