کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلی، اقلیمی خطرونو تېر کال د افغانستان په کچه نهه میلیونه خلک اغېزمن کړی او په خبره یې سېلابونو، وچکالۍ او نورو طبیعی پېښو نیم میلیون افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړی دی.
په افغانستان کې د دغه سازمان مشرې مې هیونګ پارک زیاته کړې، موندنې ښیی چې څه باندې ۱۱ میلیونه خلک لا هم د اقلیمی اغېزو له خطرونو سره مخ دی.
د هغې په خبره د افغانستان په ۶۰ زره کلیو کې یې په همدې اړه یوه سروې کړې چې ښیی، ۹۰ سلنه کلی بېړنیو خدماتو ته لاسرسی او نږدې سل سلنې یې طبیعی پېښو ته د چمتووالی سرچینې نه لری.
نوموړې پر نړیوالو غږ کړی، چې افغانستان هېر نه کړی او د خپل ملاتړ پر مټ په افغانستان کې د راتلونکو ناورینونو مخه ونیسی
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ