کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییل لومړی وزیر دفتر اعلان کړی، چې دوی د غزې د اوربند د لومړۍ مرحلې د تمدید وړاندیز منلی دی.
د راپور پر بنسټ دغه وړاندیز د امریکا د منځنی ختیځ لپاره ځانګړی استازی سټیو ویتکاف کړی، چې له مخې یې اوربند د روژې مبارکې میاشتې او د یهودانو د “فصح” اختر تر پای پورې غځیږی.
سره له دې چې اسراییل د اوربند د غځولو هوکړه کړې، خو د حـ ـماس جـ ـهادی غـ ـورځنګ تر اوسه پورې په دې تړاو رسمی غبرګون نه دی ښودلی.
د فلسطینی سرچینو په وینا، حماس د اوربند د شرایطو او اسراییلی بندخانو کې د فلسطینی بندیانو د خوشې کولو پر سر لا هم له منځګړو سره مشورې کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ