کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې تېرو ۱۱ میاشتو کې ۱۲ بهرنیو هېوادونو ته د ۱۴۳ میلیونه ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه اندزه تازه میوه امریکا، پاکستان، هند، متحده عربی اماراتو، چین، انګلستان، هالنډ، فرانسې، اسټرالیا، عراق، سعودی عربستان او کاناډا ته صادره شوې.
دغو مېوو کې مڼې، انار، انګور، تازه انځر، زردالو، ګیلاس، توت، خټکی، شاه توت، هندواڼې او نورې مېوې شاملې دی.
د یادونې ده، چې تېرو دریو کلونو کې د نړیوالو بندیزونو سره – سره له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې غوړېدلی، چې ورسره بهر ته د افغانستان صادرات هم زیات شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ