۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان بشری مرستو ته اړتیا لری

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلی، تر ۲۰۲۵ کال پورې به شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشری مرستو ته اړتیا ولری، چې له دې جملې ۱۲ میلیونه ماشومان دی.

یونېسف په خپل تازه راپور کې ویلی، دا شمېرې د افغانستان د تر ټولو زیانمنونکو قشرونو د ملاتړ بېړنۍ اړتیا او د مرستو د دوام ارزښت څرګندوی.

راپور زیاتوی، اقتصادی ستونزې، وچکالی او طبیعی پېښې د هغو عواملو له ډلې دی، چې د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

یونېسف ټینګار کړی، چې باید د ماشومانو روغتیا، تغذیه، زده‌کړې او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وشی، څو د نسلونو راتلونکی وژغورل شی.

بل‌ لور افغان حکومت هم ویلی، چې هڅې کوی، څو د خپلو خلکو لپاره پایدارې حل‌ لارې پیدا او د نړیوالو مرستو د راجلبولو لپاره به له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره خپلو همغږیو ته دوام ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.