د مالیې وزارت په تېرو دوو اوونیو کې له ۷۱ زره کیلوګرامه زیات قاچاقی توکی ضبط کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت مسوولینو ویلی، چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې ۷۱ زره ۷۶۶ کیلوګرامه بېلابېل قاچاقی توکی ضبط کړی، چې قاچاق‌ کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه توکی د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو په مختلفو سیمو کې نیول شوی او هڅې روانې دی چې د قاچاق لړۍ لا نوره هم مهار شی.

خبرپاڼه زیاتوی، چې نیول شوی توکی د ګمرکی قوانینو پر بنسټ ضبط شوی او د قاچاقچیانو دوسیې اړوندو عدلی او قضایی بنسټونو ته سپارل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.