کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د دوغارون – تایباد سرحدی ترمینل چارواکی وایی، چې د روان کال له پیل څخه تر مرغومی میاشتې پورې افغانستان ته د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
د ترمینل مدیر اسماعیل پور عابد ویلی، په دغه موده کې ۱ میلیون ۳۱۵ زره ۵۲۷ ټنه مختلف توکی افغانستان ته صادر شوی، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیی.
د اسماعیل پور عابد په وینا، یاد توکی د ۴۸ زره ۱۸۴ ټرانسپورتی وسایطو له لارې لېږدول شوی، چې په کې د دواړو هېوادونو وسایط شامل دی.
د وسایطو د تګ – راتګ کچه هم د تېر کال پرتله ۲۱ سلنه لوړه شوې ده، چې دا د سوداګریزو اړیکو د لا پراخوالی ښکارندویی کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان او ایران دواړه هڅه کوی د سرحدی بندرونو اسانتیاوې پراخې او د سوداګرۍ لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړی
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ