تورخم دروازه کې لا هم وضعیت نظامی دی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۵ مه نېټه)

تورخم کې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د شویو نښتو له امله سیمه کې وضعیت هماغسې نظامی دی.

ګهیځ نیوز ته ځایی سرچینو ویلی، دواړو غاړو ته سلګونه کورنۍ بې‌ ځایه شوی او شاوخوا سیمو کې لا هم د عامو خلکو تګ‌ – راتګ منع دی.

د سرچینې په وینا له کرښې بره ۳۰۰ کورنۍ، خو له کرښې پورې غاړې ۱۵۰۰ کورنۍ لنډی کوتل ته کډه شوی دی.

پاکستان تورخم ته نږدې له ټولو دولتی ادارو څخه شاتګ کړی او ادارات یې خالی کړی دی.

دغه لار له تېرو نږدې دوه اونیو راهیسې د پاکستان لخوا تړل شوې، چې له امله یې دواړو غاړو ته زرګونه مسافر او سلګونه سوداګریز موټر بند پاتې دی.

د تېرو دوو شپو نښتو له امله افغان لوری ته د یو تن، خو پاکستان لوری ته د نهو پوځیانو د وژل کېدو پخلی شوی دی

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.