بنو کې د پاکستان پر پوځی مرکز وسلوال برید کې لسګونه پاکستانی سرتېرو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ مازیګر د خېبر پښتونخوا بنو سیمه کې د پاکستانی پوځ پر مرکز دوه موټر بم بریدونه شوی او پاکستانی طـ ـالـ ـب وسـ ـلوال یاد مرکز ته ننوتلی، چې له امله یې درنه جګړه پیل شوې ده.

د دې برید مسوولیت د پاکستانی طـ ـالبـ ـانو حافظ ګل بهادر ډلې اخیستی او ویلی یې دی، چې لسګونه پاکستانی پوځیان یې وژلی او ټپیان کړی دی.

حافظ ګل بهادر ډلې په خپره کړې اعلامیه کې ویلی، چې وسـ ـلوال کسان یې هدف ته رسېدلی دی او جګړه یې پیل کړې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې یاد برید کې ۱۵ پوځیان وژل شوی او نږدې ۳۰ نور ژوبل دی.

خو پاکستانی پوځیانو تر دا دمه د اوښتې مرګ ژوبلې وروستی جزیات له رسنیو سره نه دی شریک کړی.

ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاری چې موټر بم بریدونو پوځی مرکز کې ډېر ویجاړی رامنځته کړی او د سپکو او درنو وسلو غږونه ترې اورېدل کیږی.

دې وروستیو کې پر پاکستانی پوځیانو بریدونه بې ساری ډېر شوی، چې دغه حکومت یې له لویې ننګونې سره مخ کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.