د ایران او افغانستان کورنیو چارو وزارتونو تهران کې د ایران د حقابې په اړه خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تهران کې د ایران د کورنیو چارو وزارت د مرستیال او د هېواد د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې د معینیت د پلاوی ترمنځ په وروستۍ کتنه کې د حقآبې مسأله د یوې اصلی موضوع په توګه مطرح شوې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویلی، د دې ستونزې په حلولو سره دواړه هېوادونه کولای شی له مخدره توکو سره د مبارزې په ګډون په بېلابېلو برخو کې ښې پایلې ترلاسه کړی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال علی‌ اکبر پورجمشیدیان په دې اړه ویلی، دوی د ملت او دولت اراده دا ده، چې له افغان ملت او دولت سره لا ډېر تعامل ولری او د شته ستونزو د حل لپاره کار وکړی.

په ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع‌الله عابد هم په دې اړه ویلی، هڅه کوی چې د نیمروز ولایت د خلکو او ګاونډی هېواد لپاره اړینې اوبه تنظیم کړی.

تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند له ګاونډیو هېوادونو غوښتی وو، چې افغانستان ته د صنعتی نشه یی توکو د قاچاق مخه ونیسی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.