تورخم کې پاکستانی پوځیانو له خپلو ټولو پوستو شاتګ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم فرضی کرښه کې د تېر ورځې جګړې وروسته پاکستان له خپلو ټولو پوستو شاتګ کړی دی.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د عبد الله ابن مسعود د دوهمې پلې لیوا د دوهم پیاده کنډک مسوول قاری عباس حنفی ویلی، چې تېره ورځ یې پاکستانی لوری ته په ځوابی برید کې ټول هغه مهم نقاط او هدفونه تر سختو ګوزارونو لاندې راوستل، چې له څو ورځو راهیسې پاکستان د سنګرونو په توګه ترې کار اخیسته.

د ده په خبره د پاکستان د کمیسارۍ شاوخوا ټاورونه او پوستې یې تر کلکو بریدونو لاندې نیولی او پاس لور ته یې مهم هدفونه تر درنو سقیله ګوزارونو لاندې په پوره توګه وځپل.

د سرچینې په وینا د دغو بریدونو په ترڅ کې پاکستانی لوری ته په زیاته کچه مرګ – ژوبله اوښتې، خو دقیق ارقام یې لا نه دی په ډاګه شوی.

پاکستان له دوو اونیو راهیسې دغه لار تړلې او دا درېیم ځل دی، چې له افغان لوری سره په دغه کرښه کې ښکر په ښکر کیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.