په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې پرون چهارشنبه د روان لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۵ مه نېټه څو تنه افغان ژورنالیستان چې غوښتل یې د تورخم په دروازه کې د پاکستانی ملیشو او افغان پوله ساتو ځواکونو له جګړې څخه مستند راپورونه جوړ کړی، د پاکستانی ملیشو د وسله وال برید له امله د خپلې رسنیزې دندې پر مهال ټپیان شوی دی.
له سیمی څخه د نورو خبریالانو د راپور له مخې دغه ژورنالیستان پداسې وخت کې د پاکستانی پوځیانو په یرغل کې ټپیان شوی دی چې د افغان پوله ساتو پوځیانو پر پوستو یې د پاکستانی ملیشو له وسله وال برید څخه فلمونه او رسنیز راپورونه جوړول.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره او کارکوونکی پداسې حال کې چې د پاکستانی ملیشو او پوځیانو دا کړنه د هر ډول نړیوالو قوانینو او رسنیزو نورمونو خلاف ګڼی، ټپی افغان ژورنالیستانو ته له الله څخه روغ صحت او په راتلونکو دندو کې بریالیتوب غواړی.
همدارنګه ګهیځ ټولنه پداسې حال کې چې د پاکستانی ملیشو دا ډول کړنې د رسنیز فعالیت او رسنیو د آزادۍ پر ضد یو ګام او د دوی د تېرو تیریو په دوام یو تېری ګڼی او په کلکو ټکو یې غندی، یادونه کوی چې باید د نړۍ په کچه رسنیز بنسټونه او د خبریالانو له حقونو څخه مدافع ټولنې د دې ډول تېریو په اړه غبرګون وښیی او په راتلونکې کې د دې ډول پېښو د مخنیوی لپاره ګام پورته کړی.
ګهیځ ټولنه په ورته وخت کې د رسنیو له مسؤولینو هم غواړی تر څو د جګړې ډګر ته د خپلو خبریالانو د لېږلو پر وخت هغوی ته د احتیاطی تدبیرونو د مراعات سپارښتنه وکړی او خبریالان هم باید لازم احتیاطی اقدامات په پام کې ونیسی.
په درنښت
سردار محمد دیندار خیل
د ګهیځ ټولنې رییس
گهیځ