کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ترکمنستان کې د افغانستان سرپرست سفیر فضل محمد صابر د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال باتر امان اف سره ناسته کړې.
په دې ناسته کې دواړو لورو د نفتو او ګازو د لېږد، د لویو بنسټیزو پروژو پر پراختیا او په ځانګړې توګه د ټاپی پروژې پر تطبیق او پانګونې تفصیلی بحث کړی دی.
فضل محمد صابر د خپلو خبرو پر مهال له افغانستان سره د ترکمنستان د ملی رهبر ځانګړې پاملرنې له امله مننه کړې او د اقتصادی اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د ګډ کار پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دواړو لورو هیله ښودلې، چې دا ډول ناستې به د مشترکو پروژو د عملی کېدو بهیر چټک او د هېوادونو ترمنځ به اقتصادی همکاری زیاته کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ