کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۸ مه نېټه)
د افغانستان عدلیې وزیر شیخ الحدیث مولوی عـ ـبدالحکیم شـ ـرعی مکه مکرمه کې د اسلامی مذهبونو ترمنځ پل جوړولو په نوم کنفرانس ته د فلسطین په اړه د افغان حکومت د مشرتابه پیغام وړاندې کړ.
د عدلیې وزیر په دې پیغام کې ویلی، فلسطین د اسلامی امت ګډه قضیه ده او په دې اړه اسلامی امت خپله وجیبه سرته نه ده رسولې.
نوموړی زیاته کړې، اسلامی نړۍ باید د فلسطین قضیه کې لومړی له الله او بیا د فلسطین له ولس څخه بښنه وغواړی.
د سعودی عربستان مکې ښار کې د اسلامی نړۍ ټولنې له لوری دغه کنفرانس چې تېره ورځ پیل شو د ۹۰ هېوادونو دینی عالمان او مفتیان په کې برخه لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ