کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټسال ملی لوبډلې د برازیل څلور اړخیزو سیالیو کې خپله دوهمه لوبه کې کوربه لوبډلې ته ۱ـ۴ ماته وخوړه.
دغه سیالی د افغانستان پر وخت نن سهار څلور بجې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایی دوه صفر د برازیل په ګټه پای ته ورسېده او په دوهمه نیمایی کې افغانستان دوه نور ګولونه وخوړل، خو د لوبې په وروستیو ثانیو کې امید قنبری یو ګول جبران کړ او لوبه ۴ـ۱ پای ته ورسېده.
د افغانستان فوټسال لوبډلې خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ لوبډلې ته ۵ پر ۴ ماته ورکړې وه.
ټاکل شوې د افغانستان لوبډله نن مازیګر خپله درېیمه لوبه کې ایران سره مخ شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ