کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم دروازه له ۱۷ ورځو وروسته لا هم هماغسې د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړلې ده.
دغه لار چې د افغان حکومت له لوری د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې د پاکستان لخوا تړل شوې، څو وار په کې دواړو لورو درنې نښتې وکړې.
د ننګرهار مرستیال والی ویلی، تېرو نښتو کې افغان لوری ته نهه تنو ژوند بایللی او نهه نور ژوبل دی، چې ټپیانو کې درې تنه خبریالان هم شامل وو.
پاکستانی لوری ته هم د مرګ – ژوبلې د اوښتو پخلی شوی، خو دقیق شمېر یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د دغو نښتو له امله ګڼ شمېر کورنۍ د خپل سر خوندیتوب لپاره بې ځایه شوی، چې د ولایتی ادارې په وینا ټولې اړینې مرستې ورته رسېدلی دی.
د دغې دروازې دواړو لورو ته ګڼ شمېر باروړونکی موټرونه ولاړ دی، چې توکی یې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دی.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې د دغې لارې د بندښت له وجې افغان سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا ۵ لکه ډالره زیان رسیږی.
ګهیځ نیوز ته ځینو سرچینو ویلی، چې ښایی ورځ – دوه کې د دواړو لورو یو پلاوی د لارې خلاصون په تړاو ناسته وکړی، خو تر اوسه په رسمی ډول د ناستې په تړاو څه نه دی ویل شوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ