کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو او وسلوالو نښتو د زیاتېدو له امله دغه هېواد ته د سفر کولو پرېکړه له سره وارزوی.
په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې خېبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان او هند ترمنځ پولې ته نږدې سیمې له جدی امنیتی ګواښونو سره مخ دی او هر مهال په کې د وسلوالو بریدونو امکان شته.
خبرپاڼه زیاتوی، چې امریکایی ډیپلوماټان او دیپلوماتیکې سیمې له دې وړاندې هم د بریدونو هدف ګرځېدلې وې او اوس هم په عامه ځایونو، موټرو او حتیٰ حکومتی ودانیو د برید خطر موجود دی.
د امریکا دولت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې، چې له سفر وړاندې د امنیتی حالت ارزونه وکړی، غیر ضروری سفرونه محدود کړی او د هر ډول اضطراری وضعیت لپاره له سفارت سره اړیکه وساتی.
دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې په پاکستان کې امنیتی حالات ورځ تر بلې ترینګلی کیږی او د بریدونو ډېرښت خلکو ته اندېښنې پیدا کړې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ