کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټر خبری آژانس راپور ورکړی، چې د فرانسې، اېټالیا، جرمنی او برېټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې د بیارغونې لپاره د ۵۳ میلیارده ډالرو عربی طرحې ملاتړ اعلان کړی.
د راپور په اساس دغو څلورو اروپایی هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلی، چې دا طرحه د غزې د ویجاړیو د رغولو لپاره یوازینۍ واقعی لار ده او کولی شی، چې جګړه ځپلو فلسطینیانو ته هیله بښونکې راتلونکې جوړه کړی.
دا طرحه د مصر په نوښت وړاندې شوې، چې عربی هېوادونو مشرانو تایید کړې، خو اسراییل او امریکا بیا رد کړې ده.
د عربی هېوادونو د طرحې ملاتړ داسې مهال کیږی، چې غزه کې د اسراییلی اشغالګرو د بریدونو له امله په لکونو کورنۍ بې ځایه شوی او د سیمې ثبات له جدی ګواښونو سره مخ شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ