‏‏پاکستان دغه هېواد ته د افغانانو سفرونه نور هم محدودوی

ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۲۴مه او د مارچ ۱۶مه نېټه ده) پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې حکومت یې پرېکړه کړې چې د نویو قوانینو پر بنسټ دغه هېواد ته د افغانانو پر سفرونو بندیزونه ډېر کړی او له اسنادو پرته د تګ راتګ اجازه ور نه کړی.
تر دې وړاندې په سپین بولدک کې خلکو کولی شو چې یوازې د پېژندپاڼو په مرسته هم تر ډیورنډ فرضی کرښې واوړی، خو پاکستان وایی له دې وروسته دا چاره ناشونې ده.
همدا راز پاکستانی حکومت ټینګار کړی چې دغه هېواد ته له قانونی اسنادو پرته تللی افغانان به ژر بېرته خپل هېواد ته ولېږی.
د نویو محدودیتونو او قوانینو د عملی کولو چاره د پاکستان استخباراتی ادارې ته سپارل شوې ده او دوی ویلی چې ژر تر ژره به په پاکستان کې مېشت د قانونی اسنادو نه لرونکی افغانان وباسی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.