د تورخم لارې پرانیستې لپاره افغان او پاکستانی سوداګر جرګه کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلی، چې نن به د تورخم دروازې د پرانیستې لپاره د دواړو هېوادونو سوداګر او د سوداګرۍ خونو استازی جرګه وکړی.

د یادې خونې په وینا، د جرګې بله موخه د ډېورنډ پر فرضی کرښه اوربند ته رسېدل دی، څو د وروستیو نښتو له امله رامنځته شوې کړکېچن وضعیت پای ومومی.

په دې جرګه کې به دواړو خواوو دولتی استازی ګډون ونه لری، خو تمه ده چې سوداګر د خپلو غوښتنو او حل لارو پر بنسټ د دروازې د ژر تر ژره پرانیستې لپاره توافق ته ورسیږی.

د تورخم دروازې له تړل کېدو سره، افغان سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ زره ډالره زیان رسیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.