کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان په کوربتوب د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام “چمپینز ټرافۍ” له نیوزلینډ څخه د فاینل په ګټلو هندۍ لوبډلې دغه اتلولی په خپل نوم کړه.
دغو سیالیو کې د کوربه په توګه پاکستان یوازې څو ورځې تېرې کړې او په لومړی پړاو کې یې له خپلو دریو لوبو څخه یوه لوبه هم ونه ګټله.
پاکستان چې له هند سره د خپلې سیالۍ ترسره کولو لپاره دوبۍ ته لاړ، هلته له ماتې سره مخ شو.
په نیمه پایلوبه کې نیوزلنډ هم له خپل ګروپ څخه د پایلوبې لپاره دوبۍ ته لاړ او بالاخره هند ترې د دغو سیالیو جام له دوبۍ څخه خپل کور ته یوړ.
د کرکټ لوبو د شنونکو په باور دا د کرکټ په تاریخ کې نادره پېښه ده، چې کوربه په ټولې سیالۍ کې څو ورځې تېرې کړی او له مېلمه لوبډلې سره د لوبې لپاره بل هېواد ته لاړ شی، خو د هېڅ لوبې په ګټلو بریالی نشی.
هند ۱۲ کاله وروسته یو ځل بیا د چمپینز ټرافی اتلولی وګټله، خو د پاکستان لپاره د دغو لوبو کوربتوب او اوږد انتظار هېڅ ګټه ونه کړه.
د شنونکو په خبره پاکستان نه کومه لوبه وګټله، نه یې پایلوبه په هېواد کې وشوه او تر ټولو لوی بیا دا چې رقیب “هندۍ لوبډلې” یې د پایلوبې اتلولی هم ترې خپل هېواد ته یوړه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ