د تورخم دروازې پرانیستې په اړه د سوداګرو لومړنی ناسته بې‌ پایلې پای ته رسېدلې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی خبریال طاهر خان د دغې ناستې د یو ګډونوال له قوله ویلی، چې د تورخم دروازې پرانیستې لپاره د افغانستان او پاکستان سوداګرو ترمنځ مذاکراتو لومړی دور ترسره شو، خو سمدستی یې د لارې د پرانیستو لپاره هېڅ پایله ورنه کړه.

د مذاکراتو دغه غړی ویلی، پاکستانی لوری دوه مهم شرطونه وړاندې کړی، چې افغان لوری به تاسیسات نه جوړوی، خو که پاکستانی لوری تاسیسات جوړوی، افغان لوری به یې مخالفت نه کوی.

دغه راز به د کوچنی اختر تر لسمې پورې دواړه لوری اوربند کوی او د بند پاتې مسافرو لپاره به دروازه پرانیستل کیږی.

افغان پلاوی ویلی، دا وړاندیزونه به مرکز کې له افغان حکومت سره شریک کړی او نن د مارچ په ۱۰مه به پاکستانی لوری ته ځواب ورکړی.

د تورخم دروازې تړل کېدو سره دواړه غاړې سوداګرو ته درانه اقتصادی زیانونه اوښتی او سلګونه لارۍ او باروړونکو موټرو باندې بار مالونه د خرابېدو له خطر سره مخ دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.